د عراق د امنیتي ګواښونو په اړه خبرداری د داعشی بنديانو له سوریې د انتقال وروسته

یو عراقي امنیتي کارپوه خبرداری ورکړی چې د داعش له ډلې تړلي بندیان له سوریې څخه عراق ته انتقال، د دغه هېواد د ثبات او امنیت لپاره نوي ننګونې رامنځته کولی شي. نوموړي ټینګار کړی چې د دې قضیې د مدیریت څرنګوالی او د نورو هېوادونو همکاري به د ګواښونو د مهارولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.
حسین الابراهیمي، چې د عراق امنیتي شنونکی دی، ویلي چې ترکیې د ۱۶۵ هغو کسانو د منلو څخه انکار کړی چې د دې هېواد اتباع دي او د ترهګرۍ په فعالیتونو تورن دي. ده څرګنده کړې چې دا کار د بېلابېلو هېوادونو د همکارۍ په اړه پوښتنې راپورته کړې، په ځانګړي ډول د هغو اتباعو د منلو په برخه کې چې په ترهګریزو دوسیو کې ښکېل دي.
الابراهیمي زیاته کړې چې اندېښنې شته چې دا کسان به له بند څخه د خلاصون وروسته بېرته ټولنې ته ستانه شي. د ده په باور، که څارنه او مخنیوي تدابیر ونهنیول شي، امکان لري دغه کسان یو ځل بیا تاوتریخوالي ته مخه کړي چې دا به د عراق ثبات ته جدي ګواښ وي.
دغه عراقي شنونکي پر دې ټینګار کړی چې په دې برخه کې پراخ نړیوال همکاري ضروري ده او غوښتنه یې کړې چې د ترهګرۍ په تور پر کسانو باید قاطعې پرېکړې وشي څو د ورته ناوړه فعالیتونو تکرار مخنیوی وشي.
په همدې حال کې، د عراق د عدلیې وزارت ویاند احمد لعیبي ویلي چې له سوریې څخه عراق ته د داعش تړلو بندیانو شمېر ۵۷۰۳ تنو ته رسېږي چې هغوی د ۶۱ هېوادونو تبعه دي. د ده په وینا، له دغو کسانو ۴۲۵۳ تنه عرب او ۹۸۳ تنه غیرعرب دي، په دوی کې ۴۶۷ عراقيان او ۳۵۴۳ سوریان شامل دي.




