اوچا: محدود لاسرسی د بشري مرستو بهير اغېزمن کړی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ويلي چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د لاسرسي کچه په مستقيم ډول د بشري مرستو پر وېش اغېز لري. دغه بنسټ په خپل وروستي راپور «د لاسرسي د شدت ارزونه» کې د ولسواليو حالت له نظره د لاسرسي د ستونزو د دوام او يا د ښهوالي پر بنسټ ارزولی دی.
د راپور له مخې، د ځينو ولسواليو د لاسرسي حالت تر پخوا ښه شوی، خو په يو شمېر سيمو کې لا هم جدي خنډونه موجود دي. اوچا ټينګار کړی چې هرځای چې لاسرسی محدود وي، د اړتيا پر بنسټ او د بشري اصولو مطابق د مرستو رسونه له ستونزو سره مخ کېږي.
دغه راپور د ولسواليو په کچه د معلوماتو د وړاندې کولو له لارې د مرستندويه ادارو سره مرسته کوي څو د مرستو د وېش لپاره دقيق پلان جوړ کړي. خو د طالبانو لهخوا لګېدلي محدوديتونه، لکه اداري قيود او د کارکوونکو پر فعاليتونو بنديزونه، هغه عوامل بلل شوي چې د بشري مرستو پر فعاليتونو سيوری غوړولی دی.
مرستندويه ادارو څو ځله ټينګار کړی چې ټولو سيمو ته بې خنډه لاسرسی او د بشري کارکوونکو امنيت تضمين د اغېزمنو او عادلانه مرستو د وړاندې کولو اساسي شرطونه دي.




