یعقوب مجاهد د تاجرانو نه وغوښتل چې په رمضان کې فقیرانو او کډوالو ته مرسته وکړي

محمد یعقوب مجاهد، د طالبانو د ادارې د دفاع وزارت سرپرست، له هېوادیو تاجرانو وغوښتل چې د رمضان د میاشتې په رارسېدو خپل زکات او مرستې فقیرانو او کډوالو ته ځانګړې کړي. هغه ټینګار وکړ چې تاجران باید «خپل ولس هېر نه کړي» او د اقتصادي ستونزو په دې سختو حالاتو کې د اړو خلکو مرسته وکړي.
مجاهد دا خبرې د دلوې په شپږویشتمه نېټه، د پخواني شوروي اتحاد د سرو پوځونو له افغانستانه د وتلو د اووه دېرشمې کلیزې په لمانځغونډه کې وکړې. هغه په دې مراسمو کې د اختلافونو د شخړې د پرېښودو او د غچ اخیستو د مخنیوي پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، د هر نظام بقا د انتقام او د قدرت د انحصار له روحيې څخه د لرې پاتې کېدو په شرط ده.
هغه زیاته کړه، که افراد او ډلې د «شخصي واکمنۍ» په لټه کې وي، نظام به پایداره پاتې نهشي. نوموړی وویل، هغه کسان چې په تېرو وختونو کې د برتري غوښتنې فکر درلود، نن د هغوی حتی «د قبرونو نښه نښانه هم نه ده پاتې».
د طالبانو د ادارې د دفاع وزارت سرپرست همدا راز وویل، د ټولنې د برتري معیار باید نه ژبه وي، نه قوم او نه هم سیمه، بلکې «تقوا او ایمانداري» باید اساس وګرځي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په تېرو نژدې څلورو کلونو کې، د طالبانو اداره د قدرت د انحصار، د مخالفو څېرو د لرې کولو او د قومونو او ښځو د حقونو د محدودولو له امله له پراخو کورنیو او نړیوالو نیوکو سره مخ ده.
د رمضان د میاشتې د رانږدې کېدو په لړ کې، په داسې حال کې له تاجرانو د مرستې غوښتنه کېږي چې د هېواد ډېری اوسېدونکي د بېکارۍ او اقتصادي رکود له امله له جدي معیشتي ستونزو سره مخ دي. تمه کېږي چې د طالبانو اداره، د اخلاقي بلنو تر څنګ، د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره عملي او شفاف پروګرامونه هم پر لور واخلي.




