افغانایواک د بېل شويو افغان کورنيو د يوځای کېدو نوې پروګرام پيل کړ

د امريکا د افغان متحدينو د انتقال او تخليه پروګرام، چې «افغانایواک» نومېږي، اعلان کړی چې له نږدې پنځو کلونو بېلتون وروسته، د زرګونو افغان کورنيو د بيا يوځای کېدو نوې لړۍ پيل شوې ده. د دغه بنسټ مسوولان وايي، ډېرې کورنۍ لا هم د متحده ايالاتو د حکومت د نه پاملرنې او د ۲۰۲۱ کال د امريکايي ځواکونو د وتلو له امله په بېلتون کې ژوند کوي.
د يادې ادارې په وينا، نوې طرحه د لومړۍ درجې د کورنيو غړو د يوځای کېدو د اسانولو په موخه پيل شوې او يو ځانګړی انلاين فورم يې د غوښتونکو په واک کې ورکړی دی. دغه فورم، چې «DS-4317» نومېږي، هغو افغانانو ته ځانګړی شوی چې د موقتي مېشتېدو د پروګرام له لارې په متحده ايالاتو کې اوسيږي او غواړي د خپلو نږدې کورنيو غړي ورسره يوځای کړي.
د خپرو شويو معلوماتو له مخې، دا سيستم د استوګنې حالت، د امريکا ته د داخلېدو ډول او د خلکو حقوقي شرايط په پام کې نيسي، موجودې مهاجرتي لارې بيانوي او اړينې لارښوونې وړاندې کوي. د افغانایواک مسوولان وايي، د دې بهير پيل د هغو کورنيو د بشري ستونزو د کمولو په لور مهم ګام دی، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته او د طالبانو د حکومت له بيا راتګ راهيسې له يو بل جلا پاتې دي.
دغه بنسټ ټينګار کړی چې د پروګرام اساسي هدف، د متحده ايالاتو د ژمنو عملي کول او د افغان متحدينو لپاره د خپلو کورنيو د بيا يوځای کېدو زمينه برابرول دي؛ هغه کورنۍ چې له کلونو راهيسې په اندېښنو او ناڅرګند برخليک کې ژوند کوي.




