حنفي: د اسلامي نظام د بقا لپاره دې له ټولو امکاناتو کار واخيستل شي

عبدالسلام حنفي، د رياستالوزرا اداري مرستيال، نن د دلوې په ۲۶مه د سرې اردو د وتلو د اووه وتیسمې کليزې په مناسبت غونډې ته وويل چې د «اسلامي نظام» د دوام لپاره بايد له ټولو امکاناتو ګټه واخيستل شي. نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې د طالبانو اداره دغه ورځ د هېواد د خپلواکۍ د نښه په توګه نمانځي.
حنفي د خپلو خبرو پر مهال د هغه څه يادونه وکړه چې «د اسلامي امارت لاسته راوړنې» يې وبللې. ده وويل، د ځينو سياسي څېرو د بېرته راستنېدو زمينه برابره شوې او جهادي ځواکونه اوس د رسمي تشکيل برخه ګرځېدلي او يونيفورم لري. نوموړي دا هم ادعا وکړه چې پنځه ميليونه مهاجر هېواد ته ستانه او ځای پرځای شوي دي، خو د هغوی د ادغام او اقتصادي وضعيت په اړه ازادې معلومات نه دي ورکړل شوي.
د رياستالوزرا اداري مرستيال زياته کړه چې د نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې، زدهکړې او کار زمينه برابره شوې او په دولتي ادارو کې اداري اصلاحات او د «اسلامي اخلاقو تطبيق» عملي شوی دی. سره له دې، څارونکو بنسټونو وړاندې څو ځله د ټولنيزو محدوديتونو، د ښځو د لرې کولو او د شفافيت د نشتوالي په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.
حنفي د خپلو خبرو په بله برخه کې له خلکو وغوښتل چې د اداري نظام ساتنه وکړي او د فساد، تبعيض او رشوت مخه ونيسي. ده دغه اقدامات د «ازادۍ او خپلواکۍ» له لاسته راوړنو څخه وبلل او ټينګار يې وکړ چې بايد قدر يې وشي. دا په داسې حال کې ده چې د هېواد ګڼ شمېر اوسېدونکي لا هم له اقتصادي ستونزو، بیکارۍ او عامه خدمتونو ته د نابرابر لاسرسي له امله شکايت لري.




