د سپما ډلې ملاتړ د هرات یو ځوان ته د کوچني سوداګرۍ د پيل زمینه برابره کړه

د ملګرو ملتونو د پرمختيا پروګرام (UNDP) ويلي، د هرات يو ځوان د يوې د سپما ډلې په ملاتړ توانېدلی چې د مايع ګاز يوه کوچنۍ سوداګري پيل کړي او له دې لارې هره ورځ د ۲۰۰ څخه تر ۴۰۰ افغانيو عايد ترلاسه کړي.
دغه ځوان متشبث وايي، له دې ډلې سره يوځای کېدل نه يوازې د عايد يوه سرچينه ورته رامنځته کړه، بلکې د ده پر ځان باور هم زيات شو. د ده په وينا، د دې کار له عوايدو يې توانېدلی چې خپلې زدهکړې هم دوام ورکړي.
د خپرو شويو معلوماتو له مخې، دا د سپما ډله يوازې د ګاز د سوداګرۍ ملاتړ نه کوي، بلکې د نورو کوچنيو کاروبارونو پياوړتيا ته هم مرسته رسوي. په وروستيو کلونو کې د دې ډول پروګرامونو يادونه د سيمهييز اقتصاد د پياوړتيا او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو د ستراتيژۍ په توګه شوې ده.
اقتصادي کارپوهان باور لري چې د کوچنيو او منځنيو سوداګريو وده کولای شي د کورنيو د ژوند د ښه والي او د بېکارۍ د کمېدو په برخه کې مهم رول ولوبوي، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې ډېر اوسېدونکي له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.




