سياستمهم خبرونه

طالبانو يو ځل بيا د ولنتاين ورځې نمانځنه منعه کړه

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت وياند ملا سيف‌الرحمن خيبر ويلي، چې د تيرو شلو کلونو په ترڅ کې د افغانستان ځوانانو تر منځ د ولنتاين ورځې رواج د افسوس وړ دی او دا مناسبت له ديني او اخلاقي ارزښتونو سره مطابقت نه لري.

هغه د ځينو ځوانانو د دې ورځې د نمانځنې په اړه ويلي، چې د ده په باور، هغوی له دې مناسبت د کلتوري او مذهبي شاليد پرته تجليل کوي. د ده په وينا، ولنتاين د لوېديځ تقليد او د کمزورې اخلاقي فضا محصول دی، او د ميني او عاطفې د څرګندولو لپاره د يوې ځانګړې ورځې ټاکل د انساني ارزښتونو سمه معنا نه څرګندوي.

د وزارت وياند زياته کړې، چې مينه، اخلاق او د انسان کرامت بايد د انسان په ټول ژوند کې موجود وي، نه دا چې یوازې يوې ځانګړې ورځې ته محدود شي.

طالبانو د تېرو کلونو په ترڅ کې هم د دې ورځې د ښکاره نمانځنې پر وړاندې محدوديتونه لګولي او په عامو ځايونو کې د ګلونو، ډاليو او نورو اړوندو توکو د خرڅلاو او پېرلو اجازه يې نه ده ورکړې. دا اقدام د طالبانو د پراخو ټولنيزو او کلتوري کنټرول پاليسۍ يوه برخه بلل کېږي.

خو يو شمېر کلتوري شنونکي وايي، چې د ځانګړو ورځو د ټاکلو او نمانځلو دود په ډېرو ټولنو کې منل شوی رواج دی او ټينګار کوي، چې بايد ښاريان د خپلو خوښې مناسبتونو د نمانځنې لپاره ازادي ولري.

طالبانو له دې وړاندې د نورو مناسبتونو، لکه د نوروز د نمانځنې، مخنيوی هم اعلان کړی دی؛ يو اقدام چې د ټولنې د يوې برخې له انتقادونو سره مخ شوی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button