ټولنه‌یزدوهم سرلیکمهم خبرونه

د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام: په افغانستان کې شاوخوا ۴.۲ ميليونه کسان بېړني سرپناه ته اړتيا لري

د ملګرو ملتونو د استوګنځایونو پروګرام (يون‌هبیټات) اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ ميلادي کال تر پایه، شاوخوا ۴.۲ ميليونه وګړي په افغانستان کې بېړني سرپناه او غير خوراکي توکو ته د عاجلې مرستې اړتيا لري. دغې ادارې ټينګار کړی چې د مناسب سرپناه برابرول د زيانمن شويو کورنيو لپاره د يو باثباته راتلونکي پر لور لومړی ګام دی.

د خپرو شويو معلوماتو له مخې، د سرپناه پراخې اړتياوې په داسې حال کې راپورته شوې دي چې د هېواد ډېری اوسېدونکي د پرله‌پسې کړکېچونو، ځانګړي ډول بې‌ځايه کېدنو او طبيعي پېښو له امله له اړينو ژوندې تسهيلاتو محروم پاتې دي. غير خوراکي توکي هغو موادو ته ويل کېږي چې په کې کمپلونه، خيمې او نور ضروري وسايل شامل دي، څو خلک وکولای شي د بېړنيو حالاتو پر مهال ژوند ته دوام ورکړي.

يون‌هبیټات خبرداری ورکړی چې د دغو اړتياوو پوره کول د ځنډ وړ نه دي او د وضعیت د لا خرابېدو د مخنيوي لپاره ژر تر ژره اقدام اړين دی. په داسې حال کې چې د طالبانو د پراخو محدوديتونو له امله فقر او بې‌کاري زياته شوې ده، د مرستو رسوونکې مؤسسې د ميليونو کسانو د لومړنيو اړتياوو په پوره کولو کې له جدي ننګونو سره مخ دي.

نړيوالو بنسټونو تل ټينګار کړی چې د دايمي او مناسب سرپناه شتون د امنيت، روغتيا او ټولنيز ثبات په تامين کې بنسټيز رول لري، او د دې موضوع له پامه غورځول کولای شي د اوږدمهاله انساني ستونزو لامل شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button