اقتصادمهم خبرونه

د بدخشان اوسېدونکي د برېښنا د پرله‌پسې پرېکون له امله شکایت کوي

یو شمېر د بدخشان ولایت اوسېدونکي وايي، سره له دې چې دغه ولایت د پراخو اوبو سرچینو لرونکی دی، خو له دوامداره برېښنا بې برخې دی او ډېری ولسوالۍ یې لا هم د ثابتې برېښنا لاسرسی نه لري. د دوی په وینا، په ځینو سیمو کې برېښنا یوازې هر درېیمه ورځ شاوخوا اته ساعته وېشل کېږي.

اوسېدونکي ټینګار کوي چې بدخشان د طبیعي سرچینو، په ځانګړي ډول د اوبو له پلوه، د پام وړ ظرفیت لري؛ خو دا سرچینې تر اوسه په مؤثر ډول نه دي مدیریت او نه هم ګټه ترې اخیستل شوې. د کوکچې سیند د کران او منجان ولسوالۍ له غرونو سرچینه اخلي او له فیض‌اباد ښار څخه تر تېرېدو وروسته د تخار په خواجه‌غار ولسوالۍ کې د آمو سیند سره یوځای کېږي. له دې سره سره، د بدخشان ډېری کرنیزې ځمکې لا هم للمي دي او د برېښنا کمښت یو جدي ستونزه بلل کېږي.

د انرژۍ چارو کارپوهان باور لري چې بدخشان د شاوخوا ۲۳ زره میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري، حال دا چې د دې ولایت د اوسني اړتیاوو د پوره کولو لپاره یوازې ۱۵۰ میګاواټه برېښنا بسنه کوي. فریدون فیض، د انرژۍ چارو یو کارپوه، وايي چې د افغانستان ۵۳ سلنه د اوبو سرچینې په بدخشان کې موقعیت لري او هر کال له آمو، کوکچې او نورو کوچنیو سیندونو څخه میلیارده متر مکعبه اوبه بهېږي.

په همدې حال کې، د بدخشان د برېښنا ریاست اعلان کړی چې د جرم ولسوالۍ د «پل‌سُچ» ۲۸ میګاواټه بند د جوړولو طرحه د طالبانو د ادارې مشرتابه ته وړاندې شوې ده. د دې ادارې رییس، حکمت‌الله آخندزاده، ویلي چې که دا طرحه ومنل شي، نو بدخشان به په راتلونکي کې له وارداتي برېښنا بې‌نیازه شي.

سره له دې، تر اوسه یوازې څو کوچني برېښنايي بندونه په بېلابېلو ولسوالیو کې فعال دي او د فیض‌اباد ښار د ۷ میګاواټه شورابک بند هم د ښار ټولې برېښنايي اړتیاوې نه شي پوره کولی. ښاریان وايي، طالبان دې له بدخشان د طبیعي سرچینو څخه عملي او روڼ استفاده وکړي، څو دا ولایت له اوسني محرومیت او تکیې څخه ووځي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button