سياستمهم خبرونه
د شوروي ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو ۳۷مه کليزه ولمانځل شوه

نن د سلواغې ۲۶مه، افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د سور پوځ د ځواکونو له وتلو د ۳۷مې کليزې لمانځنه کوي؛ دا پېښه د افغانستان د معاصر تاريخ يو له مهمو پړاوونو څخه بلل کېږي.
په ۱۳۶۷ لمريز کال کې، له کلونو جګړو او نښتو وروسته، شوروي ځواکونه د افغان ولس د پراخ مقاومت او سترو قربانيو په پایله کې له هېواده ووتل. دا پېښه د شوروي پوځي حضور پای ته ورسوه، هغه حضور چې پر افغانستان يې ژور سياسي، ټولنیز او اقتصادي اغېز پرېښود.
د هېواد په رسمي تقويم کې د سلواغې ۲۶مه د شوروي ځواکونو د ماتې او وتلو په نوم ثبت شوې ده، او هر کال په بېلابېلو برخو کې د دې ورځې لمانځنې ترسره کېږي.
د افغانستان د معاصر تاريخ پوهان دا ورځ د افغان ولس د زړورتيا او فداکارۍ نښه بولي، هغه پېښه چې د هېواد د وروسته تحولاتو پر بهير هم ژور اغېز کړی دی.




