ټولنه‌یزمهم خبرونه

امارات او قطر د کاپیسا د غر ولاړې پېښې قربانيانو سره خواخوږي څرګنده کړه

متحده عربي امارات اعلان کړی چې د کاپیسا ولایت د غر د ښویېدنې له پېښې وروسته چې د شنبې په ورځ څلور کسانو ژوند له لاسه ورکړ او شپږ نور ټپیان شول، له د قربانيانو له کورنیو سره خواخوږي کوي. دغه پېښه د غره د ښویېدنې له امله رامنځته شوې او د انسانانو د تلفاتو سبب شوې ده.

له دې وړاندې د قطر دولت هم په یوه خپاره شوي پیغام کې له دې طبیعي پېښې زیانمنو شویو خلکو سره د خواخوږۍ او تسلیت مراتب څرګند کړي وو.

د غر ښویېدنه یو له هغو طبیعي پېښو څخه ده چې په افغانستان کې په ځانګړې توګه د بارانونو په موسم کې په ځینو غرنیو سیمو کې ډېرې پېښېږي او کله ناکله د خلکو د مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو لامل ګرځي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button