سياستمهم خبرونه

طالبانو د دو امریکایي اتباعو نيول تأييد کړي دي

د کابل او لوېديځ تر منځ د کړکېچونو په دوام کې، د طالبانو اداره د دوو امریکایي اتباعو د نیول کېدو پخلی کړی دی. د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي د ګروګانو په چارو کې دغه اقدام «ګروګان نیونه» بللې او له طالبانو یې د دې کار د سمدستي پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

ذبیح‌الله مجاهد، د طالبانو د ادارې ویاند، رسنیو ته ویلي چې دغه کسان د «قانوني سرغړونو» له امله نیول شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې د دوی دوسیې باید د خبرو او سلا مشورو له لارې حل شي. هغه ویلي چې امریکایي اتباع هره ورځ په ځینو ادارو او آن د ګرځندویانو په توګه په افغانستان کې شتون لري، او که قانون مات کړي، ورسره قانوني چلند کېږي.

په مقابل لوري کې، آدام بولر، د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي د ګروګانو په چارو کې، په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د طالبانو اداره باید له هر ډول ګروګان نیونې لاس واخلي. تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا د استازي مرستیال ادعا کړې وه چې نیول شوي کسان د مذاکراتو د فشار وسیلې په توګه کارول کېږي – خبره چې د امنیت شورا له سخت غبرګون سره مخ شوه.

دغه پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د افغانستان څخه د امریکا د پوځي حضور له پای ته رسېدو څلور کاله تېر شوي، خو بندیزونه، نړیوال محدودیتونه او د بهرنیو بندیانو موضوع لا هم د کابل او لوېديځو هېوادونو د اړیکو د مهمو ستونزو څخه شمېرل کېږي. د طالبانو اداره وايي، د لوېديځ سیاست نه دی بدل شوی او لا هم د جګړې د وخت چلند تعقیبوي.

مجاهد زیاته کړې چې بندیزونه د افغانستان خلک له مالي حقونو او نړیوالو اړیکو بې‌برخې کړي دي، خو ادعا کوي چې دغه فشارونو د طالبانو د ادارې په تګلارو کې بدلون نه دی راوستی. سره له دې، منتقدان باور لري چې د بهرنیو اتباعو دوامداره نیونې او پراخې کورنۍ محدودیتونه د افغانستان د نړیوالې انزوا دوام ته زمینه برابروي.

په ورپسې خبرو کې د پاکستان سره د تاوتریخوالي په تړاو، د طالبانو ادارې ویاند ویلي چې افغانستان د خپل دفاع لپاره چمتو دی، خو له هېڅ هېواد سره د شخړې غوښتنه نه لري او خبرې یې یوازینۍ منطقي لاره بللې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button