مهم خبرونهنړیوال

د غزې په الشفاء روغتون کې د برېښنا ستونزې د زرګونو ناروغانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي

د غزې په الشفاء روغتون کې مسؤلینو ويلي، د برېښنا جنراتورونو د زړېدو له امله د زرګونو ناروغانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی. د دغه روغتون مشر محمد ابوسلمیه ویلي، که دا وضعیت دوام وکړي، د روغتيا مهم خدمات به بشپړ وځنډېږي.

هغه زياته کړه چې له اوربند وروسته تر دې دمه، هېڅ طبي وسایل او يا نوي جنراتورونه غزې ته نه دي رسېدلي. ابوسلمیه ټينګار وکړ چې د سيمې روغتيايي مرکزونه له سختو وسایلو او امکاناتو کمښت سره مخ دي او د ناروغانو د اړتياوو پوره کولو توان نه لري.

په ورته وخت کې د فلسطين د صحت وزارت په غزه کې اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې تر اوسه، د اسرائيلو د پوځ د بريدونو له امله ۷۲ زره او ۵۱ کسان وژل شوي دي. د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د ټپيانو شمېر ۱۷۱ زره او ۷۰۶ تنو ته رسېدلی.

دغه وزارت زياته کړې چې په تېرو څو ساعتونو کې د دوو وژل شويو کسانو مړي روغتون ته لېږدول شوي او ۱۵ تنه نور ټپيان شوي دي. همدارنګه زرګونه نور کسان لا هم په غزه کې ورک دي او د نړېدلو ودانيو تر خاورو لاندې پاتې دي.

د رسمي معلوماتو پر بنسټ، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۱مې د اوربند له اعلان وروسته تر اوسه، ۵۹۱ تنه وژل شوي او ۱،۵۹۸ تنه نور ټپيان شوي دي. په همدې موده کې، د ۷۲۶ کسانو مړي له خاورو لاندې راایستل شوي دي.

نوار غزه، چې د فلسطین له تر ټولو پر نفوسه سیمو څخه ده، له جګړې له پیل راهیسې د بشري بحران، د روغتيايي امکاناتو د کمښت او د بنسټیزو تاسیساتو د پراخې ویجاړتيا له ستونزو سره مخ ده؛ داسې وضعیت چې دوام يې د ملکي وګړو او ناروغانو د برخلیک په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button