په ننگرهار کې د ۱۴۰۵ کال د ملي ونو کېنولو کمپاین پيل شو

د طالبانو تر ادارې لاندې د چاپېریال ساتنې عمومي ریاست اعلان کړی چې د ۱۴۰۵ کال د ملي ونو کېنولو کمپاین له ننگرهار ولایت څخه پیل شوی او ټاکل شوې ده دا لړۍ ډېر ژر په هرات او یو شمېر شمالي ولایتونو کې هم عملي شي.
مولوي مطیعالحق خالص، د دې ادارې عمومي رییس ویلي چې د شنو ساحو د پراختیا پروګرام په څو ولایتونو کې طرحه شوی او راتلونکو ورځو کې به یې راتلونکې مرحلې پلي شي. د ده په وینا، دا کمپاین د هوا د ککړتیا د کمولو او د چاپېریال د وضعیت د ښهوالي په موخه پیل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې تېر کال د اته میلیونو نیالگيو د کېنولو هدف ټاکل شوی و، خو د دې ادارې په وینا د کرل شویو نیالگيو شمېر له اوولس میلیونو نهالونو څخه اوښتی و.
خو تر اوسه د طالبانو اداره د نیالگيو د کېنولو ځایونو او د هغوی د ساتنې څرنګوالي په اړه مستند جزئیات او جلا شمېرې نه دي خپرې کړې؛ هغه موضوع چې د چاپېریال د چارو یو شمېر کارپوهان یې د دې ډول پروګرامونو د دوام او اغېزمنتیا لپاره یو بنسټیز چیلنج بولي.




