په کندز کې د کورنيو توليداتو نندارتون پرانيستل شو

په کندز ولايت کې د هېواد د کورنيو توليداتو او محصولاتو نندارتون د شاوخوا ۴۰ غرفو په ګډون پرانيستل شو. دا نندارتون د دې لپاره جوړ شوی چې د کورنيو توليداتو ملاتړ، اقتصادي ودې پياوړتيا، پانګونې جلب او د نندارتونونو فرهنګ ته وده ورکړي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې نندارتون کې د بېلابېلو برخو توليدونکي خپل ډول ډول او لوړکيفيت محصولاتو نندارې ته وړاندې کړي دي. چارواکو ويلي چې د کورنيو توليداتو د معرفۍ زمينه برابرول کولای شي د ښه بازارموندنې او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.
دغه نندارتون به د درېو ورځو لپاره د ليدونکو پر مخ پرانيستی وي، او د کندز اوسېدونکي او د ګاونډيو ولايتونو خلک کولای شي د غرفو ليدنه وکړي. په داسې حال کې چې خصوصي برخه د اقتصادي ستونزو او پراخو محدوديتونو سره مخ ده، تمه کېږي چې د طالبان حکومت به يوازې د نندارتونونو تر جوړولو ورهاخوا، د کورنيو توليدوونکو د واقعي ملاتړ لپاره عملي او دوامدار پروګرامونه طرحه کړي.




