د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

۲۰۹ افغانستاني بنديان د پاکستان له سند زندان څخه ازاد او هېواد ته راستون شول

د طالبانو د ادارې د قونسلګرۍ سرپرست په کراچۍ کې ويلي چې ۲۰۹ افغان بنديان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، د پاکستان د سند ايالت له يوه زندان څخه ازاد شوي او افغانستان ته ستانه شوي دي.

عبدالجبار تخاري ويلي، دغه کسان نن له بند څخه خوشې شوي او د دوی د بېرته ستنېدو بهير بشپړ شوی دی. د هغه په وينا، دغه بنديان د سند ايالت په يوه توقيفي مرکز کې ساتل کېدل.

هغه زياته کړې چې لا هم ۱۰۵ نور افغان بنديان په همدې زندان کې پاتې دي او ټاکل شوې ده چې د راتلونکو دوو ورځو په لړ کې افغانستان ته انتقال شي.

په وروستيو کلونو کې د پاکستان په ځينو ايالتونو کې د افغانانو نيول او شړل زيات شوي، او ګڼ شمېر مهاجر اوسېدونکي له قانوني او استوګنيزو ستونزو سره مخ دي. د دغو بنديانو د بېرته راستنېدو بهير په داسې وخت کې دوام لري چې د دوی کورنۍ د افغان مهاجرينو د قانوني او بشري ملاتړ د پیاوړې پاملرنې غوښتنه کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button