په پاکستان پارلمان کې د احتجاج دوام؛ د عمران خان د بېړني انتقال غوښتنه روغتون ته

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د غړو او یو شمېر متحدو ګوندونو لاریون د دغه هېواد د پارلمان په ودانۍ کې نن دوهمې ورځې ته داخل شو. معترضینو ټینګار کړی چې تر هغه به خپل احتجاج ته دوام ورکړي څو د دغه ګوند بندي مشر عمران خان په رسمي ډول د «الشفاء» روغتون ته انتقال نه شي.
محمود خان اڅکزي ویلي چې د عمران خان روغتیايي وضعیت بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري او باید ژر تر ژره روغتون ته ولېږدول شي. نوموړي له اړوندو ادارو غوښتي چې په دې برخه کې عاجل اقدام وکړي.
په همدې حال کې، د تحریک تحفظ آئین پاکستان مرستیال مصطفی نواز کوکهړ ویلي چې پولیسو هغه ته د پارلمان انګړ ته د داخلېدو اجازه نه ده ورکړې. هغه د حکومت چلند سخت غندلی او ادعا یې کړې چې د پارلمان دروازې تړل شوې او حتی د بندي مشرانو ته د خوړو رسولو اجازه هم نه ورکول کېږي.
دا پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې اسلاماباد، د پاکستان پلازمېنه، د سختو سیاسي ترینګلتیاوو شاهد دی. له یوې خوا امنیتي ځواکونو د پارلمان شاوخوا سیمې تړلې دي، او له بلې خوا د تحریک تحفظ آئین پاکستان تر چتر لاندې د اپوزیسیون مشران د اساسي قانون د ساتنې او د بندیانو د حقونو د خوندیتوب لپاره د مبارزې پر دوام ټینګار کوي.




