امنیت او پېښېمهم خبرونه
په حیرتان بندر کې د ۵۶۵۰ ډالرو د قاچاق هڅه شنډه شوه؛ یو تن نیول شوی

د طالبانو د سرحدي ادارې شمالي ریاست اعلان کړی چې د ۵۶۵۰ امریکایي ډالرو د قاچاق هڅه په حیرتان بندر کې شنډه شوې او یو تن په تړاو نیول شوی دی.
په خبرپاڼه کې چې د دې ریاست له خوا خپره شوې، ویل شوي چې دا اندازه پیسې د تلاشي پر مهال وموندل شوې او ضبط شوې دي. د مسوولینو په وینا، یادې پیسې په غیرقانوني توګه د لېږد نیت درلود.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، نیول شوی کس د لومړنیو څېړنو او اداري اجراآتو تر ترسره کېدو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته ور وپېژندل شو.
حیرتان بندر د افغانستان په شمال کې له مهمو سوداګریزو لارو شمېرل کېږي، او د هغه شفاف او قانونمند کنټرول د قاچاق او اقتصادي جرمونو د مخنیوي لپاره بنسټیز رول لري. خو له بلې خوا، کارپوهان تل د طالبانو له ادارې غواړي چې د دغسې قضیو د څېړنو بهیر لا شفاف کړي او خلکو ته دقیق معلومات وړاندې کړي.




