روغتيامهم خبرونهمهم سرلیک

ملګري ملتونه: افغانستان د اقلیم د بدلون اصلي قرباني دی

د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامې (UNDP) خبرداری ورکړی چې افغانستان، سره له دې چې د ځمکې د ګرمېدو په اړه یې ونډه ډېره کمه ده، خو د دې پدیدې له وژونکو پایلو څخه تر ټولو زیات ځورېږي.

یاد سازمان ویلي چې د ۱۹۵۰ کال راهیسې تر اوسه، د افغانستان د هوا تودوخه ۱.۸ درجې لوړه شوې ده؛ چې له امله یې وژونکي سېلابونه، سختې وچکالۍ او واورین طوفانونه رامنځته شوي دي، او هر کال د شاوخوا ۲۰۰ زره کسانو ژوند ته ګواښ پېښوي.

افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت او کمزوریو زیربناوو له امله د چاپېریالي ننګونو پر وړاندې د مقابلې وړتیا نه لري. خو د طالبانو اداره نه یواځې دا چې د چاپېریال د خطرونو د کمولو لپاره کوم پلان نه لري، بلکې د اقلیمي بحران په اړه بې‌پروايي او انکار یې وضعیت لا خراب کړی دی.

چاپېریالي کارپوهان باور لري چې د طالبانو د ادارې چوپتیا او بې‌عملي د اقلیم د بحران پر وړاندې، په نږدې راتلونکي کې د یوې انساني فاجعې زمینه برابروي. دوی له نړیوالو بنسټونو نه د عاجلو اقداماتو غوښتنه کوي ترڅو دا بحران کابو او متضررینو ته مرسته ورسوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button