روبیو د ملګرو ملتونو رول په نړیوالو بحرانونو کې تر پوښتنې لاندې راوست

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې ملګرو ملتونو د مهمو نړیوالو شخړو په حل کې اغېزناک رول نه دی لوبولی او نه یې په بحرانونو لکه د اوکراین په جګړه کې څرګندې پایلې ترلاسه کړې دي.
روبیو د مونیخ د امنیتي کنفرانس په وینا کې وویل، سره له دې چې ملګري ملتونه د پام وړ ظرفیتونه لري، خو په حیاتي موضوعاتو کې یې نه عملي غبرګون ښودلی او نه یې ټاکونکی رول درلودی. هغه زیاته کړه چې دغه نړیوال بنسټ د اوکراین جګړه نه ده پای ته رسولې، په داسې حال کې چې د ده په وینا د لورو ترمنځ خبرې د امریکا د نوښت او هڅو په ترڅ کې روانې دي.
روبیو د لوېدیځو هېوادونو د مهاجرت موضوع ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، په وروستیو کلونو کې د مهاجرت پراخ موج بېساري کچې ته رسېدلی او کولای شي د دغو هېوادونو ټولنیز یووالی او راتلونکی له ننګونو سره مخ کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د واشنګټن او بروکسل د اړیکو په اړه هم وویل، اوسني اختلافات د اروپا د راتلونکي په اړه د اندېښنو له امله دي. هغه ټینګار وکړ چې امریکا نه غواړي له خپلو متحدانو لرې شي، بلکې د اړیکو د پیاوړتیا او د پخوانیو همکاریو د احیا هڅه کوي.
روبیو په خپلو خبرو کې دا هم څرګنده کړه چې د اوکراین د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د امریکا د وسلو د پلور پروګرام دوام لري او په کې هېڅ وقفه نه ده راغلې. هغه زیاته کړه واشنګټن لا هم د اوکراین د سولې د ټينګښت لپاره هڅې کوي او د دواړو لورو تر منځ د اختلاف هغو موضوعاتو ارزونه روانه ده.




