ټولنه‌یزمهم خبرونه

د طالبانو د کار وزارت د رمضان په میاشت کې د اداراتو د کار وختونه اعلان کړل

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی چې د مبارک رمضان په میاشت کې به د دولتي ادارو کاري ورځ د سهار له نهه بجو پیل او د غرمې په دوه بجو پای ته رسېږي. د دې اعلان له مخې، د پنجشنبې ورځې هم په همدې مهالویش کې شاملې دي او د غرمنۍ لمونځ لپاره وقفه په پام کې نیول شوې ده.

په هغه خبرپاڼه کې چې د یاد وزارت له لوري خپره شوې، راغلي چې تولیدي او خدماتي ادارې، دایمي فعالې برخې، او همدارنګه د رسنیو، روغتیا، معارف او لوړو زده کړو مؤسسې کولای شي د خپل کار د ځانګړتیا، د سیمو د اقلیمي شرایطو او اړوندو اصولو پر بنسټ خپل کاري وخت تنظیم کړي.

هر کال د رمضان په میاشت کې د دولتي ادارو د کاري مهالویش بدلون راځي، هغه اقدام چې د چارواکو په وینا د روژه نیونکو کارکوونکو د اسانتیا لپاره ترسره کېږي. خو د دې مهالویش د پلي کېدو څرنګوالی په محلي ادارو او لیرې پرتو سیمو کې عموماً د هرې ادارې د امکاناتو او وړتیاوو پورې تړلی وي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button