اقتصادمهم خبرونه

د ۴۸ ټنه ټیټ کیفیت لرونکی سمنت له حیرتان بندره بېرته ازبکستان ته واستول شو

د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي معیار او کیفیت ریاست خبر ورکړی چې د سمنت دوې محمولې، چې ټولیز وزن یې ۴۸ ټنه دی، د لازم معیارونو نه پوره کولو له امله د حیرتان بندر له لارې بېرته ازبکستان ته استول شوې دي.

دغه ریاست د شنبې په ورځ په ایکس ټولنیزه شبکه کې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، یادې محمولې د تخنیکي ارزونې او کیفیت د کنټرول پر مهال وڅېړل شوې، خو د ټاکل شویو معیارونو سره د نه‌سمون له امله یې د هېواد بازارونو ته د ننوتلو اجازه ترلاسه نه کړه.

د دې ادارې په وینا، د وارداتي توکو د کیفیت د کنټرول بهیر په ټولو بندرونو کې په شفاف، منظم او جدي توګه روان دی او هېڅ ډول سازش به د ټیټ کیفیت یا زیان‌رسوونکو توکو د واردېدو په اړه ونه‌شي، ځکه دا توکي د هېواد د وګړو روغتیا له ګواښ سره مخ کولی شي.

ملي اداره د معیار او کیفیت له تاجِرانو او واردوونکو غوښتي چې د توکو د واردولو تر مخه د کورني معیارونو مراعت ته پام وکړي او د خوندي او لوړ کیفیت لرونکو اجناسو د برابرولو په برخه کې له دولت سره همکاري وکړي. حیرتان بندر چې د بلخ ولایت په شمال کې موقعیت لري، د هېواد له منځنۍ آسیا سره یو له مهمو سوداګریزو لارو څخه شمېرل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button