مهم خبرونهنړیوال

د امریکا ځانګړی استازی: طالبان د دو امریکايي اتباعو په توقیف کې دي

آدم بویلر، د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي د بندیانو په چارو کې، ویلي چې دا مهال دوه امریکايي وګړي د طالبانو د ادارې له لوري په بند کې دي؛ هغه دا کار «د منلو وړ نه‌دی» بللی دی.

بویلر په خپل رسمي ایکس (پخواني ټویټر) حساب کې لیکلي چې د طالبانو اداره باید د «هر ډول یرغمل نیولو» عمل ته د پای ټکی کېږدي. نوموړي د دغو کسانو د هویت یا د بند ځای په اړه ډېر جزئیات نه‌دي ورکړي، خو د هغوی سمدستي ازادۍ غوښتنه یې کړې ده.

تر د دې راپور د خپرېدو وخته، د طالبانو ادارې د دوو امریکايي اتباعو د توقیف یا د دغه امریکايي چارواکي د څرګندونو په اړه هېڅ رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی.

د وروستیو کلونو په اوږدو کې، د طالبانو له‌خوا د بهرنیو اتباعو نیول تل د نړیوالو اندېښنو سره مل و، او د بشري حقونو بنسټونو څو څو وارې خبرداری ورکړی چې بهرني بندیان د سیاسي موخو لپاره د فشار د وسیلې په توګه کارول کېږي. له دې سره سره، د طالبانو ادارې تر اوسه په دې اړه د قانوني چوکاټ او د دوسیو د څېړنې د بهیر په اړه روښانه وضاحت نه‌دی وړاندې کړی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button