اقتصادمهم خبرونه

په هرات کې د سمنټو د فابريکې د جوړېدو عملي کار پيل شو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اعلان کړی چې د هرات د سمنټو د فابريکې د پروژې عملي کار په رسمي ډول پيل شوی او تمه ده چې دغه پروژه به په راتلونکو ۱۴ مياشتو کې بشپړه شي او د توليد مرحلې ته داخل شي.

د خپرې شوې اعلاميې له مخې، د «ګل بهار» د شرکتونو ډلې مشر له انجنيرانو سره يو ځای د هرات له والي سره په لېدنه کې ويلي، د پروژې عملي چارې پيل شوې دي او ټاکل شوې ده چې پروژه په ټاکلي موده کې پای ته ورسېږي.

مسوولانو ويلي چې د فابريکې له بشپړېدو وروسته به دغه توليدي مرکز د ورځې درې زره ټنه سمنټ توليد ظرفیت ولري او شاوخوا شپېته سلنه د هېواد کورنی اړتيا به پوره کړي. همدارنګه ويل شوي چې د دې پروژې په پيل سره به زرګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شي.

هرات د هېواد له مهمو اقتصادي ولايتونو څخه شمېرل کېږي او د داسې پروژو عملي کېدل د ودانیزو توکو د وارداتو پر کموالي اغېز لرلای شي. خو کارپوهان ټينګار کوي چې د قراردادونو د شفافيت، د پانګونې د څرنګوالي او د طالبانو ادارې له لوري د تعهداتو د عملي کېدو تضمين بايد جدي وڅارل شي، ځکه په تېرو کلونو کې يو شمېر سترې پروژې له ځنډ يا درېدلو سره مخ شوې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button