اقتصادمهم خبرونه

په هرات کې د سمنټو د پروژې عملي چارې رسماً پیل شوې

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي چې د هرات د سمنټو د پروژې عملي چارې په رسمي ډول پیل شوې دي او تمه ده چې دا پروژه په راتلونکو ۱۴ میاشتو کې بشپړه او تولیدي پړاو ته داخله شي.

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د «ګل‌بهار» د شرکتونو د ډلې رئیس د دغې پروژې له انجنیرانو سره یوځای د هرات له والي سره په لیدنه کې ویلي چې د تطبیق بهیر پیل شوی او پروژه به په ټاکلي وخت کې پای ته ورسېږي.

چارواکي وايي چې له بشپړېدو وروسته به دا فابریکه په ورځ کې د درې زره ټنه سمنټو د تولید وړتیا ولري او شاوخوا شپېته سلنه د هېواد دننه اړتیاوې به پوره کړي. همدارنګه ویل شوي چې د دې پروژې په فعالېدو سره به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

هرات د هېواد په لوېدیځ کې له مهمو اقتصادي ولایتونو څخه ګڼل کېږي، او د داسې پروژو پلي کېدل کولای شي د ودانیزو توکو پر وارداتو د هېواد د اتکاء په کمولو کې مرسته وکړي. له بلې خوا، شنونکي ټینګار کوي چې د قراردادونو شفافیت، د پانګونې څرنګوالی او د تعهداتو عملي تضمین باید د طالبانو د ادارې له‌خوا یقیني شي، ځکه په تېرو کلونو کې ځینې سترې پروژې د ځنډ یا درېدنې له ستونزې سره مخ شوې وې.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button