امنیت او پېښېمهم خبرونه
په بهسود کې د درې وسایطو ټکر دوه کسان وژلي

ځايي چارواکي وايي، د بهسود ولسوالۍ په سخي صاحب سیمه کې د يو موټرسايکل، ریکشا او يوه کوچنۍ موټره د ټکر له امله دوه کسان وژل شوي دي. دغه پېښه پرون ماښام رامنځته شوې ده.
د سرچينو په وينا، دواړه قربانيان د موټرسايکل سپرلي وو چې د ټکر د زور له امله پر ځای مړه شوي دي. د نورو وسایطو د سپرلیو د وضعیت په اړه تر اوسه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.
چارواکي زياتوي، د ریکشا چلوونکي له پېښې وروسته له سيمې تښتېدلی او د هغه د نيول کېدو هڅې روانې دي. د دې ترافيکي پېښې د دقيق لامل د معلومولو پلټنې دوام لري.




