د هرات–مزارشریف–واخان د اورګاډي پروژه؛ د سيمهييز ترانزيت نوې هيله

د ايران له لارې د افغانستان په مسير د چين د رېل پټلۍ د نښلولو طرحه يو ستراتيژيک سيمهييزه پروژه بلل شوې ده، چې موخه يې د چين، ايران او اروپا تر منځ د مالونو د لېږد وخت او لګښت د پام وړ راکمول دي. د دې طرحې له مخې، د افغانستان د «هرات–مزارشريف–واخان» لاره به د ايران د رېل پټلۍ له شبکې سره او بيا د ترکيې او اروپا سره ونښلول شي، څو د اورګاډو مستقيم حرکت ممکن کړي.
دغه موضوع د روان کال د مرغومي په لسمه، د طالبانو د عامه کارونو وزارت له تخنيکي مرستيال او سرپرست او د ايران د اسلامي جمهوريت د رېلپټلۍ له مشر سره د يوې ليدنې پر مهال وڅېړل شوه. په دې ناسته کې د پروژې پر اقتصادي اهميت او د پانګونې پر جلبېدو ټينګار وشو.
د ترانزيت برخې کارپوهان باور لري چې د ګاونډيو هېوادونو، په تېره بيا د چين، سره د رېل پټلۍ د نښلېدو پراختيا اوس يو جدي اقتصادي اړتيا ده. د ورکړل شويو شمېرو له مخې، يوازې د روان کال له پيل راهيسې تر اوسه د چين له لوري ايران او د اروپايي ټولنې هېوادونو ته له ۶۳ زيات اورګاډي رسېدلي، حال دا چې دا شمېر تېر کال يوازې اووه اورګاډي وو.
همدارنګه، د ګډ تعرفې د ټاکلو لپاره د مسير په هېوادونو کې شپږ اړخيز تفاهمليکونه لاسليک شوي، چې موخه يې د ختيځ څخه لوېديځ ته د دهليز جنوبي څانګې د فعالولو لپاره د ايران مسير کارول دي. اټکل کېږي چې د چين څخه تر اروپا پورې د شپږو هېوادونو تر منځ د نويو موافقو له مخې به د تېرېدونکو اورګاډو شمېر په کال کې ۳۰۰ ته ورسي.
شهريار نقيزاده، د ايران د اسلامي جمهوريت د رېلپټلۍ د بهرنيو سوداګريزو چارو عمومي رئيس، ويلي چې دا ابتکار کولای شي د ايران او چين تر منځ سوداګريزې او ترانسپورتي اړيکې پياوړې کړي. د ده په وينا، د ۱۴۳۵ مليمتره نورمال رېل کارول به د افغانستان له لارې د چين په پوله د قزاقستان او ترکمنستان د مالونو د لېږد ستونزې کمې کړي.
نقيزاده زياته کړې چې که دغه طرحه عملي شي، اورګاډي به له دې پرته چې واګونونه بدل کړي يا بار له يوه واګون څخه بل ته انتقال کړي، وکولای شي له چين څخه تر اروپا پورې مستقيم حرکت وکړي. د ده په وينا، د پروژې پر پانګونه د تخنيکي مطالعاتو چارې روانې دي او تر اوسه د اړخونو له مثبت غبرګون سره مخ شوې ده.
هغه دا هم ويلي چې د افغانستان د رېل پټلۍ د نورمال رېل پراختيا، له اقتصادي ګټو سربېره، د افغانستان او ايران تر منځ د رېل شبکې اړيکې لا پسې پياوړې کوي. دغه پروژه د ۶۴ کیلومتره رېل پټلۍ د جوړېدو او د هغې د مزارشريف پر لور د دوام پلان لري، چې بالاخره به د واخان دهليز له لارې د چين سينکيانګ ولايت سره ونښلول شي.
ياده شوې لاره د افغانستان له سختو او صعبالعبور سيمو څخه ده، او که څه هم ايراني شرکتونه پکې فعال دي، ځيني افغان شرکتونه هم د ګډون لپاره چمتووالی ښيي. سره له دې، د قراردادونو شفافيت او د افغان ولس د اقتصادي ګټو تضمين هغه موضوعات دي چې تمه کېږي د طالبانو اداره به پرې څرګند ځواب ورکړي.




