ټولنه‌یزمهم خبرونه

د ملګرو ملتو په ملاتړ په افغانستان کې نوی مکتب جوړ شو

د ملګرو ملتونو د هستوګنې پروګرام (یون‌هبیتات) په افغانستان کې اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي اماني صندوق (UN_STFA) مالي ملاتړ په مرسته یو نوی مکتب جوړ شوی او اوس د ماشومانو او ځوانانو په واک کې ورکړل شوی دی.

دغه اداره وايي، د خوندي او معیاري تعلیمي چاپېریال ته دوامدار لاسرسی د نوې نسل د روښانه راتلونکي په جوړولو کې اساسي رول لري. چارواکو ټینګار کړی چې د دغه مکتب له ګټې اخیستنې سره د زده کوونکو لپاره د زدکړې او د لا ښه راتلونکي لپاره د هڅو زمینه برابره شوې ده.

یون‌هبیتات چې د ښاري پرمختګ او بنسټیزو زیربناوو د ښه والي په برخه کې کار کوي، خوندي تعلیمي فضاوې جوړول د خپلو پروګرامونو یوه مهمه برخه بولي، څو د افغانستان په محلي ټولنو کې د پیاوړتیا لامل شي.

د هېواد په ډېرو سیمو کې د معیاري ښوونیزو ودانیو کمښت لا هم د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د زده کړې پر وړاندې له جدي ننګونو څخه دی، او د دې ډول مرکزونو جوړول کولای شي د محلي کچې زده کړې ته لاسرسی ښه کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button