په اسلاماباد کې د افغانستان سفیر: د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مرسته کافي نه ده

په اسلاماباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ یوه پلاوي د دې ادارې د مشرې فیلیپا کندلر په مشرۍ، د طالبانو د حکومت له سفیر سردار احمد شکیب سره وکتل. په دې لیدنه کې د هغو افغان کډوالو وضعیت وڅېړل شو چې لا هم په پاکستان کې مېشت دي، په ځانګړي ډول د محصلانو او نورو اوسېدونکو حالت، او پر دوامداره همکارۍ ټینګار وشو.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د طالبانو حکومت سفیر د دې ادارې له څارنې مننه وکړه، خو څرګنده یې کړه چې افغان کډوالو ته ورکړل شوې مرستې بسنه نه کوي. نوموړي د افغان کډوالو، محصلانو او نورو اوسېدونکو له ستونزو یادونه وکړه او له نړیوالې ټولنې یې د لا زیاتو پاملرنو غوښتنه وکړه.
فیلیپا کندلر د کمېشنرۍ مالي محدودیتونو ته په اشارې سره وویل، سره له دې چې د منابعو کمښت شته، دا اداره هڅه کوي تر ټولو زیاته مرسته له افغان کډوالو سره وکړي. هغې د اړوندو لوریو ترمنځ د دوامدارې همغږۍ او همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
په ورته وخت کې، چارلي ګوډلیک، چې د کمېشنرۍ د بهرنیو اړیکو غړی دی، په کابل کې د هغو افغانانو د بېرته راستنېدو په اړه معلومات ورکړي چې له ایران او پاکستانه راګرځېدلي دي. د ده په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲۵ میلیونه ډالره د راستانه شويو کډوالو د ملاتړ لپاره ځانګړي شوي او دا مرستې به د طالبانو له ادارې سره په همغږۍ کې دوام ولري.
په داسې حال کې چې نړیوال بنسټونه د مالي سرچینو له محدودیتونو شکایت کوي، ګڼ افغان کډوال لا هم په کوربه هېوادونو کې د اوسېدو، زده کړو او ژوند د چارو له ستونزو سره مخ دي؛ دا وضعیت داسې ګڼل کېږي چې د طالبانو له خوا د شفافو او مسؤلانه پلانونو او د نړیوالې ټولنې د عملي همکارۍ اړتیا لري.




