نزدې ۱۵۰ زره افغانان له ۲۰۲۶ کال راهيسې له ګاونډيو هېوادونو شړل شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه نږدې ۱۵۰ زره د افغانستان وګړي له ګاونډیو هېوادونو شړل شوي یا خپل هېواد ته ستنېدلي دي. د دې ادارې په وینا، ډېری دغه کسان له پاکستان او ایران څخه راستانه شوي او له سختو بشري او اقتصادي حالتونو سره مخ دي.
په تازه راپور کې راغلي چې د بېرته ستنېدونکو د شمېر چټک زیاتوالی د افغانستان پر بشري وضعیت فشار ډېر کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې هېواد له وړاندې له اقتصادي ستونزو، د طبیعي پېښو له اغېزو او په ګڼو برخو کې د ټولنیزو خدمتونو له کمښت سره مخ و.
د راپور له مخې، ډېری راستانه شوې کورنۍ مناسب استوګنځای، دندې او قانوني اسناد نه لري او د هغوی عاید ډېر ټیټ دی. دا ډول وضعیت د فقر او کورني بېځایه کېدو خطر زیاتوي او د عاجلو ملاتړیزو پروګرامونو اړتیا نوره هم روښانه کوي.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د بېرته ستنېدونکو د بیا میشتېدو او ملاتړ لپاره بېړنۍ او پراخې مرستې ضروري دي، څو دوی وکولای شي خپل ژوند باثباته ډول له سره پیل کړي. دغه اداره زیاته کړې چې سره له دې چې نړیوالې مالي سرچينې کمې شوې، دوی هڅه کوي د افغانستان د کډوالو ملاتړ په خپله کچه دوامدار وساتي.
په همدې حال کې، سردار احمد شکیب، په اسلاماباد کې د طالبانو د ادارې سفیر، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ برخې له استازو سره په ناسته کې د افغان کډوالو د حالت پر جدي او اساسي څېړنه ټینګار کړی دی. له بلې خوا، دننه په هېواد کې تمه کېږي چې د طالبانو اداره د بېرته ستنېدونکو د څپې د سم مدیریت او د کار، استوګنځای او لومړنیو خدمتونو د برابرولو لپاره عملي او حساب ورکوونکي ګامونه واخلي، ځکه د اوسني حالت دوام کولی شي بشري بحران نوره هم ژوره کړي.




