روسیه وايي د کانت هوايي اډه د افغانستان له اړخه د ګواښونو د مهار لپاره بسنه کوي

د قرغزستان لپاره د روسیې سفیر سرګي واکونوف ویلي چې د روسیې هوايي اډه په کانت ښار کې د اوسنیو امکاناتو او ظرفيت له مخې کولای شي د جنوبي لورې امنیتي ګواښونه، په ځانګړي ډول له افغانستان سره تړلي ګواښونه، کنټرول کړي او دا مهال د دغې اډې د پراختیا اړتیا نه شته.
د “۲۴ کیجی” خبري وېبپاڼې د راپور له مخې، واکونوف د جمعې په ورځ وویل چې د دې اډې اوسني عملیاتي پارامترونه د هغه احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره کافي دي چې د ګډ امنیتي تړون د سازمان غړو هېوادونو ته د جنوبي پلوه متوجه دي. دغه سازمان د روسیې تر مشرۍ لاندې یو امنیتي ائتلاف دی چې د منځنۍ آسیا یو شمېر هېوادونه هم پکې شامل دي.
د روسیې سفیر زیاته کړه چې په قرغزستان کې مېشت روسي ځواکونه خپل دندې په مؤثر ډول ترسره کوي او له قرغزي امنیتي بنسټونو سره په ګډه د افراطګراۍ، ترهګرۍ، د مخدرو موادو د قاچاق او منظمې جرایمې پر ضد کار کوي.
نوموړي همدارنګه وویل چې روسي ځواکونه د ګډ امنیتي تړون د سازمان له نورو غړو هېوادونو سره په ګډو عملیاتونو کې همغږي لري او د “روبیژ-۲۰۲۵” په نوم پوځي تمرینونو کې چې د ایسیککول په سیمه کې ترسره شول، ګډون کړی و.
واکونوف ټینګار وکړ چې مسکو به د دې اډې د تجهیزاتو د عصري کولو بهیر د پرمختللو وسلو او عصري پوځي تجهیزاتو په مرسته روان وساتي ترڅو د هغې چمتووالی وساتل شي.
د روسیې د سفیر په وینا، د کانت او کاراکول هوايي اډې په یو سخت وضعیت کې د قرغزستان د رهبرۍ په غوښتنه له هغو نړیوالو ترهګریزو بریدونو وروسته جوړې شوې چې له افغانستان څخه تنظیم شوي وو. سره له دې چې اوس افغانستان د طالبانو تر واک لاندې دی، خو د سیمې هېوادونه لا هم د افراطي ډلو د فعالیتونو او سرحدي ګواښونو په اړه اندېښنه لري؛ او د سیمه ییز امنیت ټینګول د منځنۍ آسیا د پوځي همکاریو له مهمو محورو څخه شمېرل کېږي.




