مهم خبرونهنړیوال

د ټرمپ سخت انتقاد د امريکا د ځواکونو له وتلو د بهیر څخه له افغانستانه

دونالډ ټرمپ، د امريکا ولسمشر، د ۲۰۲۱ کال د افغانستان د ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په اړه سخت انتقاد کړی او د جو بايډن د حکومت کړنلاره يې «شرموونکې» بللې ده.

ټرمپ د جمعې په ماښام (۲۴ دلو) د شمالي کارولاينای په ایالت کې وويل، که دغه بهير د ده د حکومت تر څار لاندې ترسره شوی وای، د امريکا پوځي تجهيزات به په افغانستان کې نه پاتې کېدل. هغه ټينګار وکړ چې امريکا کولای شول «په درناوي او ځواک سره» له افغانستانه ووځي او د ده په وينا، له هېچا «نه تښتېده».

د امريکا ولسمشر همدارنګه پوښتنه وکړه چې ولې پوځي الوتکې او جټونه له افغانستانه ونه‌ايستل شول او زياته يې کړه چې دغه تجهيزات بايد د ځواکونو تر بشپړ وتلو مخکې انتقال شوي وای. ټرمپ په خپلو څرګندونو کې ادعا وکړه چې د ده د ولسمشرۍ په لومړي پړاو کې د امريکا پوځ بيا رغول شوی او اوس «د نړۍ تر ټولو پياوړی پوځ» دی.

د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې نوموړي هم‌مهاله د ونزویلا د ولسمشر نيكولاس مادورو د نيولو عمليات وستايل او هغه يې «يوه فوق‌العاده پوځي عمليات» وباله.

امريکايي ځواکونه د ۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کې، له نږدې شل کلنې پوځي موجوديت وروسته، افغانستان پرېښود. د دغه وتلو وروستۍ اداره د جو بايډن پر غاړه وه او هم‌مهاله طالبان د کابل او نورو ولايتونو واک ته ورسېدل؛ يو بدلون چې د افغانستان د خلکو لپاره پراخ سياسي، امنيتي او بشري اغېزونه درلودل.

دغه بهير له يوې ځانمرګې حملې سره هم‌مهاله و، چې د کابل په هوايي ډګر کې رامنځته شوه او په نتيجه کې يې ۱۳ امريکايي سرتېري او شاوخوا ۱۷۰ افغان ملکي وګړي وژل شول؛ دا پېښه لاهم د امريکايي ځواکونو د وتلو تر ټولو لانجمنو برخو څخه ګڼل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button