مهم خبرونهنړیوال

ګوټېریش: رمضان د هیلې پیغام دی، خو جګړه او لوږه لاهم روانه ده

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټېریش د مبارک رمضان د رارسېدو په مناسبت ویلي، دا میاشت د تفکر، دعا او د سولې لپاره د هیلې د بیا نوي کولو وخت دی؛ خو له دې سره سره لا هم میلیونونه انسانان د نړۍ په بېلابېلو برخو کې له جګړې، لوږې، بې‌ځایه کېدو او توپیر سره مخ دي.

هغه د افغانستان، یمن، غزې او سوډان د خلکو له سخت حالت سره د خواخوږۍ څرګندونه وکړه او ویې ویل چې روانې کړکېچونه د ملکي وګړو ژوند ډېر زیانمن کړی دی. د هغه په وینا، د جګړو دوام او محدودیتونه سبب شوي چې ډېری کورنۍ له خپلو ابتدایي انساني حقونو او اړتیاوو بې‌برخې پاتې شي.

ګوټېریش د نړۍ له مشرانو او ټولنو وغوښتل چې د رمضان له دایمي پیغام سره غوږ ونیسي، واټنونه کم کړي او د اړمنو خلکو د مرستې لپاره عملي ګامونه پورته کړي. نوموړي ټینګار وکړ چې د انساني کرامت ساتنه او د هر فرد بنسټیز حقونه باید لومړیتوب ولري.

له بلې خوا، په افغانستان کې خلک د اقتصادي او بشري ستونزو تر څنګ، د طالبانو تر واک لاندې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي. نړیوالو بنسټونو څو ځله د دغې وضعې د پایلو په اړه خبرداری ورکړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغانانو اړتیاوو ته ژر رسېدنه وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button