کلتور او هنرمهم خبرونه

د طالبانو د ادارې له وینا سره سم، د افغانستان د راډیوګانو شمېر ۲۲۸ ته رسېدلی

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نړیوالې راډیو د ورځې په مناسبت اعلان کړی چې له دې ادارې د واک ته ستنېدو وروسته، له ۴۰ څخه زیاتې راډیوګانې د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي او دا مهال د افغانستان د غږیزو رسنیو ټول شمېر ۲۲۸ راډیوګانو ته رسېدلی دی.

د یاد وزارت ویاند، خبیب غفران، نن پنج‌شنبه (د فبرورۍ ۱۳مه) په یوه غږیز پیغام کې وویل چې راډیوګانو په تېرو څو لسیزو کې د خبرتیا، عامه پوهاوي او د دیني، کلتوري، ټولنیزو او سیاسي خپرونو په خپرولو کې مهم رول لوبولی دی. نوموړي زیاته کړه چې د همدې اهمیت له امله، وزارت د غږیزو رسنیو برخې ته ځانګړې پاملرنه کوي.

د ده په وینا، د طالبانو اداره له دې وروسته چې یو ځل بیا پر هېواد واکمنه شوه، د راډیوګانو د جوازدهي لړۍ یې روانه ساتلې او لسګونه نوي بنسټونه یې توانېدلي چې خپل رسمي فعالیتونه پیل کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند همدارنګه له ټولو رسنیو وغوښتل چې د «اسلامي او کلتوري ارزښتونو» او د وزارت د نشراتي تګلارو په چوکاټ کې خپرونې ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې یو شمېر خبریالانو او د رسنیو د ملاتړ بنسټونو د رسنیو پر وړاندې د محدودیتونو او فشارونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له چارواکو یې د بیان د آزادۍ او د خبریالانو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده؛ هغه غوښتنه چې تل د افغانستان د رسنیز ټولنې له مهمو مطالبو څخه ګڼل شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button