دوهم سرلیککلتور او هنرمهم خبرونه

اروپايي اتحاديه: راډیو د افغانستان د اطلاع‌رسونې حياتي کرښه ده

اروپايي اتحاديې د نړيوال راډیو د ورځې په مناسبت ويلي، راډیو لا هم په ټول افغانستان کې د معلوماتو او زده کړې له اغېزمنو او د لاسرسي وړ وسيلو څخه شمېرل کېږي او د پيغامونو د رسولو لپاره ښارونو او لرو پرتو سيمو ته حياتي رول لري.

دغه اداره د جمعې په ورځ (د دلوې ۲۴مه) په خپلې اېکس پاڼې کې ليکلي چې راډیو هغو سيمو ته لاسرسی لري د کومو پوښښ ته چې ډېر نور رسنۍ نه شي رسېدای. د اروپايي اتحاديې په وينا، د دې رسنۍ ارزښت په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نجونو د خبرتيا او زده کړې په برخه کې نه‌شي انکار کېدای.

د اروپايي اتحاديې په پيغام کې راغلي: «د نړيوال راډیو په ورځ موږ دا رسنۍ د افغانستان په کچه د اطلاع‌رسونې او زده کړې يوه حياتي کرښه بولو.» دغه سازمان زياته کړې چې له خپلواکو، خبري او تعليمي رسنيو ملاتړ کوي او د خلکو د باور وړ او روزنيزو معلوماتو د لاسرسي د پراخولو لپاره همکاري کوي.

په داسې حال کې چې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته د رسنيو د فعاليتونو، په ځانګړي ډول د تصويري رسنيو او د ښځو د حضور په برخو کې پراخ محدوديتونه لګول شوي، راډیو د معلوماتو د خپرولو له لږو نسبي لاسرسي وړ بڼو څخه ده. ګڼ شمېر د رسنيو ملاتړي بنسټونه ټينګار کوي چې د خپلواکو رسنيو، په ځانګړي ډول د راډیو ملاتړ، د عامه پوهاوي او د خلکو د توانمندۍ لپاره، په تېره بيا د ښځو او نجونو، ډېر مهم دی.

د رسنيو کارپوهان باور لري چې په داسې هېواد کې چې غرنۍ جغرافیه او د نفوس پراخېدل د کليو او لرې پرتو ولسواليو ترمنځ شتون لري، راډیو لا هم ځانګړی ځای لري او کولای شي د زده کړې، روغتيايي پوهاوي او د بېړنيو حالاتو د خبرتيا په برخه کې مهم او اغېزمن رول ولوبوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button