سياستمهم خبرونه

د طالبانو ادارې د بندیزونو د څار ډلې د ماموریت د غځولو په اړه غبرګون ښودلی

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د نړیوالو بنسټونو له خوا د افغانستان د بندیزونو د څار ډلو د یو کلن ماموریت د غځولو پرېکړه «تکراري او بې‌نتیجې تجربه» بللې ده او ویلي یې دي چې د فشار او بندیز سیاست هېڅ ډول پایله نه لري.

مجاهد په یو پیغام کې چې رسنیو ته استول شوی، ټینګار کړی چې د بندیزونو دوام او د څار ډلو ساتل نه یوازې د ستونزو په حل کې مرسته نه کوي، بلکې د هغو تګلارو تکرار دی چې د ده په وینا، په تېره کې هم اغیزمنې نه وې. هغه له نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه لوېدیځو هېوادونو، غوښتي چې له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې د ده په باور، د ناکامو تګلارو بیا تولید دی.

د طالبانو د حکومت ویاند همدارنګه له لوېدیځو هېوادونو غوښتنه کړې چې د افغانستان په اړه خپلې اوسني پالیسۍ له سره وارزوي. ده د چین او روسیې له دریځ څخه هرکلی کړی او ادعا یې کړې چې افغانستان د پرمختګ پر لور روان دی او اړتیا یې همکارۍ ته ده، نه د بندیزونو د غځولو ته.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د طالبانو اداره تراوسه د نړیوال مشروعیت په ترلاسه کولو نه ده بریالۍ شوې او لا هم د بشري حقونو، د ښځو او نجونو د محدودیتونو او د یو ټول‌ګډ سیاسي جوړښت د نشتوالي له پراخو نیوکو سره مخ ده؛ هغه مسئلې چې د بندیزونو او نړیوالو څارونو د دوام له اصلي عواملو ګڼل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button