د طالبانو امر: د بغلان اوسېدونکي دې خپل کورونه په شپه روښانه وساتي

د طالبانو د بغلان ولایت د امنیې قومندانۍ د یوه رسمي مکتوب په خپرولو سره له د دغه ولایت له اوسېدونکو غوښتنه کړې چې د جنايي جرمونو د زیاتېدو د مخنیوي لپاره دې د شپې مهال د خپلو دروازو او د کورونو مخې روڼ وساتي. په دې مکتوب کې چې د پنجشنبې، د سلواغې ۲۳مه خپور شوی، ټینګار شوی چې له د ماښام تر لمانځه وروسته دې د هر کور مخې ته څراغ بل وي تر څو له غلا او «فرصتطلبو کسانو» مخنیوی وشي.
په دغه مکتوب کې دا هم ویل شوي چې هغه کسان چې مالي وس لري، مکلف دي په خپلو شخصي سیمو او ځایونو کې امنیتي کمرې ولګوي. د طالبانو اداره د دې اقدام موخه د جنايي پېښو کمول بللي دي.
همدارنګه په مکتوب کې خبرداری ورکړل شوی چې هېڅوک حق نه لري د شپې له نهو بجو وروسته د روغتونونو او استوګنیزو کورونو ترڅنګ له هر ډول پټاقي کار واخلي.
دغه ډول امرونه په داسې حال کې صادرېږي چې په وروستیو میاشتو کې د بغلان په ځینو سیمو کې د غلاوو او ناامنۍ د زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي دي. منتقدان وايي، د امنیت ټینګول د امنیتي بنسټونو اساسي مسؤولیت دی او د دې مسؤلیت پر ولس ایښودل، د طالبانو د ادارې د امنیتي تړونونو او مدیریت له جدي ستونزو سره مخامخوالي ښيي.




