اوچا: په افغانستان کې ۱۶.۴ میلیونه تنه د بشري مرستو ګټه اخيستونکي شوي

د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ويلي، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱۶.۴ میلیونه تنه په افغانستان کې د دې ادارې د همکارو بنسټونو په ملاتړ د بشري مرستو څخه برخمن شوي دي. د اوچا په وينا، له دې مرستو سره سره، د خلکو د عاجلو اړتياوو او شته سرچينو تر منځ واټن لا هم د پام وړ دی.
د پنجشنبې په ورځ، د سلواغې ۲۳مه، د خپور شوي راپور له مخې، شاوخوا ۶۱ سلنه ګټه اخيستونکي هغه کسان دي چې د خوراکي موادو مرستې يې ترلاسه کړې دي. دا شمېر څرګندوي چې د خوړو د امنيت نشتوالی لا هم د هېواد په ډېرو سيمو کې له سترو ننګونو څخه دی، او زيات شمېر اوسېدونکي د خپلو لومړنيو اړتياوو د پوره کولو لپاره له بهرنيو مرستو سره تړلي دي.
اوچا څرګنده کړې چې د ۲۰۲۵ کال مرستې د ۸۷۰ ميليونه ډالرو نوي بوديجې او د ۲۰۲۴ کال له پاتې سرچينو تمويل شوې دي. خو له ټولټال ۲.۴۲ ميليارده ډالرو ټاکل شوې اړتيا څخه، لا هم ۱.۵۵ ميليارده ډالر بې تمويله پاتې دي.
دې ادارې ټينګار کړی چې اوسنی بوديجه يوازې د افغانستان د خلکو د عاجلو اړتياوو يوه پر درېيمه برخه پوره کولی شي. د دې حالت دوام، د شته محدوديتونو او د طالبانو تر ادارې لاندې د جوړښتي ستونزو تر څنګ، د بشري کړکېچ د دوام او د خلکو د بنسټيزو خدماتو د لاسرسي د ستونزو په اړه اندېښنې زياتې کړې دي.




