اقتصادمهم خبرونه

د افغانستان او سعودي عرب ګډ اقتصادي کمېسیون د طالبانو د مشر په لارښوونه بېرته فعال شو

د طالبانو د ادارې د مالیې وزارت اعلان کړی چې د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه ادارې د مشر هبت الله آخندزاده په امر، د افغانستان او سعودي عربستان ګډ اقتصادي کمېسیون بېرته فعالېږي. د وزارت په وینا، د دې کمېسیون د کار د پيل لپاره لومړني ګامونه اخيستل شوي دي.

د پنجشنبې په ورځ (د دلو ۲۳مه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د طالبانو د ادارې د یو شمېر وزارتونو، اړوندو شرکتونو او همدارنګه د خصوصي سکتور استازي د دې کمېسیون د غړیو په توګه ټاکل شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو د ادارې د استازو لومړنۍ ناستې هم د یاد کمېسیون په تړاو ترسره شوې ده.

په دې ناسته کې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پخوانی ریکارډ وکتل شو او د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا پر اهمیت ټینګار وشو. خو تر اوسه د راتلونکو فعالیتونو د دقیق اجنډا، د پروژو یا وخت د چوکاټ په اړه هېڅ جزئیات نه دي وړاندې شوي.

تر دې دمه د سعودي عربستان چارواکو د دې ګډ کمېسیون د بېرته فعالېدو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې. مخکې تر دې هم د افغانستان اقتصادي اړیکې له سیمه ییزو هېوادونو سره په داسې حال کې تعقیبېدې چې د طالبانو اداره تر اوسه د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې او دا موضوع د رسمي تعاملاتو پر کچه او بڼه اغېز کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button