طالبانو د جمر وسایلو د وېش او جواز ترلاسه کولو نوې تګلاره اعلان کړه

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د جمر دستګاوو د وېش، تنظیم او جواز ورکولو لپاره نوی لارښود تصویب شوی دی. د دې وزارت په وینا، ټول هغه اشخاص او ادارې چې غواړي دغه وسایل په موټرو یا نورو وسایطو کې نصب او وکاروي، باید له رسمي جواز ترلاسه کولو وروسته یې وکاروي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، متقاضیان مکلف دي چې د جمرونو د تنظیم مدیریت ته، چې د دې وزارت د انجینري او له چاودېدونکو توکو سره د مبارزې ریاست پورې اړه لري، ورشي او له هماغې لارې جواز واخلي. په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې هر ډول جواز، لیک یا استعلام چې د یادې ادارې له لوري نه وي صادر شوی، قانوني اعتبار نه لري.
جمرونه هغه وسایل دي چې د مخابراتي څپو د ګډوډولو او له لرې واټنه د کنټرول کېدونکو چاودنو د مخنیوي لپاره کارول کېږي. دا وسایل معمولاً په هغو سیمو کې کارېږي چې د امنیتي ګواښونو له خطر سره مخ وي. د دغو وسایلو تنظیم په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې یو مهم امنیتي بحث ګرځېدلی دی.
په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې د طالبانو د دفاع وزارت او د عمومي استخباراتو ریاست به د خپلو داخلي مقرراتو له مخې عمل کوي او د دې نوي بهیر برخه نه دي. خو لا هم روښانه نه ده چې د جمرونو د وېش او کارونې د څار څرنګوالی به څنګه وي او د ناوړه استفادې د مخنیوي لپاره څه تدابیر نیول شوي دي. شنونکي وايي، دا موضوع د طالبانو له ادارې څخه د لا زیات شفافیت غوښتنه کوي.




