ملا برادر: له افغانستان سره رسمي تعامل د وخت اړتيا ده

ملا عبدالغني برادر، د طالبانو د حکومت د رئيس الوزرا اقتصادي مرستيال ويلي چې د سيمې او نړۍ هېوادونه د صادراتو او وارداتو د پراخېدو لپاره له افغانستان سره رسمي تعامل ته اړتيا لري. نوموړي ټينګار کړی چې دا اړتيا هغه مهال په اغېزمنه توګه پوره کېدای شي چې اړيکې د هېوادونو ترمنځ د رسمي مناسباتو په چوکاټ کې تنظيم شي.
د ده په وينا، نړيواله اقتصاد پر متقابلې انحصار ولاړ دی او هېڅ هېواد نه شي کولای بې له دې چې له نورو سره راکړه ورکړه ولري، دوامداره وده ترلاسه کړي. برادر زياته کړې چې افغانستان هم د همدې اقتصادي دورې يوه برخه ده او بايد په سيمهييزو او نړيوالو تعاملاتو کې ونډه ولري.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو اداره د افغانستان له بيا نيولو وروسته لا هم د ډېرو هېوادونو له لوري په رسميت نه ده پېژندل شوې او رسمي اړيکې په محدود ډول روانې دي. يو شمېر شنونکي باور لري چې له نړۍ سره د دايمي تعامل د پراخېدو لپاره بايد په سياسي، اقتصادي او حقوقي برخو کې عملي ګامونه پورته شي تر څو د باور فضا رامنځته شي.
افغانستان د خپل جغرافيايي موقعيت له مخې چې د آسيا په زړه کې موقعيت لري، د سيمهييزو بازارونو د نښلولو لپاره ستر بالقوه ظرفيت لري، خو د طالبانو د ادارې د کورني مديريت ډول او د پاليسۍ جوړونې تګلاره به د دغو تعاملاتو په کچه او کيفيت کې ټاکونکی رول ولري.




