سياستمهم خبرونه

د طالبانو د ادارې د لوړپوړي چارواکي او د قزاقستان د سفیر کتنه د بشري مرستو پر دوام

د طالبانو د ادارې د طبيعي پېښو د مبارزې رياست ويلي، چې د دې رياست مشر نورالدين ترابي د قزاقستان له سفير اکباسوف ګازيز سره په کابل کې ليدنه او خبرې کړې دي. د دې کتنې اصلي بحث د بشري مرستو دوام او د هغوی د لېږد څرنګوالی بلل شوی دی.

د خپرو شويو معلوماتو له مخې، دواړو خواوو د مرستو د عادلانه وېش د تضمين او د هغوی د لېږد د اسانتيا په اړه خبرې کړې، چې د دې بهير لپاره به د هرات د تورغنډۍ او د کندهار د سپين بولدک بندرونه وکارول شي. دغه بندرونه د سوداګريزو توکو او بشري مرستو د مهمو ترانزيتي لارو په توګه پېژندل کېږي.

همدارنګه ويل شوي، د قزاقستان سفير افغانستان د يو دوستانه هېواد په توګه ياد کړی او ټينګار يې کړی چې هېواد به يې د بشري مرستو په برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي. خو د مرستو د کچې او ډول په اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button