په فاریاب کې د جهادي مدرسې په غونډه کې خلکو ته د «کفارو پر ضد د قیام» بلنه ورکړل شوه

د فاریاب ولایت د اندخوی ښار په یوه جهادي مدرسه کې د فراغت په مراسمو کې يو کس چې ځان يې «ابو عبیده» معرفي کړ او د حماس د جنګیالیو په څېر يې کالي اغوستي وو، ګډونوالو ته د «کفارو پر وړاندې د قیام» بلنه ورکړه. دغه غونډه د یو شمېر طالبانو او پلویانو په ګډون ترسره شوې وه.
دغه پېښه په داسې حال کې ترسره کېږي چې له هغه راهيسې چې د طالبانو اداره پر افغانستان واکمنه شوې ده، د جهادي مدرسو جوړېدل او پراختیا په بېسابقه توګه په یو شمېر ولایتونو کې زیات شوي دي. ډېری له دې ښوونیزو مرکزونو د دین پر ایډیولوژیکو زده کړو او تندروه تفسیرونو تمرکز کوي.
د تعلیمي او ټولنیزو چارو کارپوهانو تر دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې د دې ډول ادبیاتو خپرېدل په تعلیمي چاپېریال کې کولی شي د لاپراخې افراطګرایۍ او د ټولنې د بېثباتۍ لامل شي. سره له دې، د طالبانو اداره تراوسه د دغو مدرسو د درسي محتوا او د فعالیت د څرنګوالي په اړه کومه روښانه او عامه وضاحت نهدی ورکړی.
منتقدان وايي، د جهادي زده کړو پراختیا د معیاري تعلیمي نظام پر ځای، د ځوان نسل راتلونکی له جدي ننګونو سره مخ کوي او افغانستان د لا ډېر نړیوال انزوا له خطر سره مخامخوي.




