اقتصادمهم خبرونه

په بدخشان کې د غيرشفاف سرو زرو استخراج پراخ شوی؛ کشم هم ورګډ شو

سيمه‌ييزې سرچينې په بدخشان کې وايي چې د سرو زرو د کانونو د لوټ دوام اوس د کشم ولسوالۍ ته هم رسېدلی او په دې سيمه کې د دې طبيعي زېرمو غيرشفاف استخراج پيل شوی دی. د دغو سرچينو په وينا، دا فعاليتونه د قراردادونو او د عوايدو د مصرف څرنګوالي د وضاحت پرته ترسره کېږي.

بدخشان د افغانستان له هغو ولايتونو څخه دی چې د سرو زرو مهم زېرمې لري. په وروستيو کلونو کې د دې کانونو د غيرمعياري استخراج او ناقانونه انتقال په اړه ګڼ شمېر راپورونه خپاره شوي دي. د دې بهير پراخېدل تر کشم ولسوالۍ رسېدلي او د سيمې اوسېدونکي د چاپېريال له تخريب او د کانونو له عوايدو د خلکو له محرومېدو اندېښنه لري.

سره له دې چې راپورونه ډېر شوي، د طالبانو اداره تر اوسه پورې د بدخشان د سرو زرو د استخراج د څرنګوالي او د ترلاسه شويو عوايدو د لګښت په اړه هېڅ ډول معلومات نه دي ورکړي. د کانونو په اداره کې د شفافيت نشتوالی او د خلکو له پاره د معلوماتو نه لاسرسی د هېواد د طبيعي زېرمو د برخليک په اړه جدي پوښتنې راولاړې کړې دي.

کارپوهان تل ټينګار کوي چې د کانونو اداره بايد د شفافو ميکانيزمونو له لارې او د سيمې د اوسېدونکو د ګټو په نظر کې نيولو سره وشي؛ که نه، د دې بهير دوام کولای شي د عامه بې‌باورۍ د زياتېدو او د ملي شتمنيو د زيان لامل شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button