د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

د طالبانو د واکمنۍ د کرنې وزير د افغان کډوالو د شړلو پر لړۍ نيوکه وکړه

عطاالله عمري، د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير د ګاونډيو هېوادونو له‌خوا د افغان کډوالو د شړلو پر پروسه نيوکه کړې او ويلي یې دي چې دا اقدام د بشري اصولو او د کډوالو د حقونو خلاف ترسره شوی دی.

نوموړي د چارشنبې په ورځ په پنجشېر ولايت کې د ستنو شوو کډوالو د مرستو د وېش په مراسمو کې وويل چې کوربه هېوادونه د بشري حقونو له ملاحظې پرته د افغانستان اتباع شړي. د ده په وينا، دغه لړۍ د هغو کورنيو پر اوږو زيات فشار اچولی چې بېرته راستانه شوي دي.

عمري زياته کړه چې د کډوالو د ستنېدو له بهير راپدېخوا تر اوسه له ۴.۵ ميليونو زيات افغان کډوال له بېلابېلو هېوادونو افغانستان ته راګرځېدلي دي. نوموړي د کوربه هېوادونو او د ستنېدو د څرنګوالي په اړه مشخص جزئيات نه دي ورکړي.

دا د کډوالو پراخ ستنېدل په داسې حال کې ترسره کېږي چې ډېری راستانه شوي کورنۍ له اقتصادي ستونزو، د کار د فرصتونو له کموالي او له بنسټيزو خدماتو د محدود لاسرسي سره مخ دي. له دې سره سره، د طالبانو اداره تر اوسه د دغو کډوالو د استوګنځي او دايمي ملاتړ لپاره هېڅ روڼ او جامع پلان نه‌دی وړاندې کړی او د هغوی د ژوند د حالاتو په اړه اندېښنې لا هم پاتې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button