مهم خبرونهنړیوال

د روس سناتور: اروپا د امریکا له ملاتړ پرته خپله امنیت نه شي تأمینولی

د روسیې د فدراسیون د شورا یوه ارشد غړي اعلان کړی چې اروپایي اتحادیه د امریکا د ملاتړ پرته د خپل امنیت د تأمین توان نه لري او د اوکراین د سولې د خبرو په پرمختګ کې د خنډ رول لوبوي.

ولادیمیر جباروف، د روسیې د دولتي حاکمیت د ساتنې د کمیسیون رئیس، د ریا نووستي خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې اروپا له امنیتي پلوه د واشنګټن پر ملاتړ ولاړه ده. نوموړي زیاته کړه چې له هغه وخت راهیسې چې دونالد ټرمپ د امریکا ولسمشر شوی، د واشنګټن دریځ بدل شوی او دې پایلې ته رسېدلی چې له روسیې سره پوځي مقابله حللاره نه ده، خو په خبره یې اروپایي هېوادونه لا هم پر خپلو سختو دریځونو ټینګار کوي.

د روسیې او امریکا چارواکو مخکې هم اروپا د اوکراین د سولې تړون ته د رسېدو په لاره کې یو له اصلي خنډونو څخه بللی و. دا په داسې حال کې ده چې د څو پړاوونو خبرو سره سره، د روسیې او اوکراین جګړه لا هم روانه ده.

د دواړو لوریو ترمنځ د ځمکنۍ شخړې مسئله لا هم د خبرو اترو تر ټولو ستره ننګونه ګڼل کېږي. دواړه هېوادونه هڅه کوي د هغو سیمو په ساتلو او پراخولو سره چې تر خپل کنټرول لاندې یې لري، هم په جګړه کې او هم د خبرو مېز ته خپله موقعیت پیاوړی کړي.

په همدې حال کې، د امریکا دایمي استازي په ناټو کې، متیو ویتاکر، ویلي چې واشنګټن تمه لري د ځمکنۍ شخړو موضوع به په راتلونکو ورځو او اونیو کې روښانه شي. د هغه په وینا، د خبرو ګډونوال د څلورو وروستیو اسنادو پر جوړېدو کار کوي چې پکې د ۲۰ مادو یوه د سولې طرحه، څو اړخیز امنیتي تضمینونه، د امریکا ځانګړي امنیتي تضمینونه، او د سولې وروسته د اقتصادي ودې او پرمختګ پروګرام شامل دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button