سعودي عربستان افغانستان ته سل ټنه خرما مرستې وکړې

د سعودي عربستان د ملک سلمان د مرسته او بشري همکاريو مرکز (KSRelief) د رمضان تر رارسېدو مخکې افغانستان ته سل ټنه خرما د مرستې په ډول ورکړل، څو د افغان سرې میاشتې له لارې د هېواد په کچه اړو کورنيو ته ووېشل شي.
دغه مرسته د يوه رسمي مراسم له لارې د افغانستان سرې میاشتې ټولنې ته وسپارل شوه. په دغه مراسمو کې د سرې میاشتې د ټولنې مرستيال حافظ عزيزالرحمن، په افغانستان کې د سعودي عربستان د سفير مرستيال علي محمد الحسان او د ملک سلمان د مرکز مشر فهد سعد القحطاني ګډون درلود.
د سرې میاشتې د ټولنې مرستيال د سعودي عربستان له دوامدارو مرستو مننه وکړه او ويې ويل، دغه هېواد هميشه د سختو حالاتو پر مهال د افغانستان له ولس سره ولاړ دی. نوموړی ډاډ ورکړ چې ترلاسه شوې مرستې به د دې ادارې له لارو چارو او د بشپړې شفافيت په رڼا کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې وويشل شي.
په همدې حال کې، د سعودي عربستان د سفير مرستيال ټينګار وکړ چې هېواد به يې د هر ډول حالاتو سره سره د افغانستان له خلکو د ملاتړ بهير ته دوام ورکړي او د رياض بشري هڅې نه يوازې نه درېږي، بلکې لا به هم پراختيا ومومي.




