په غزني کې د لمر برېښنا له لارې د اوبو بېرویه ایستلو اندېښنې زیاتې شوې

د غزني ولایت اوسېدونکي او د اوبو د مدیریت کارپوهان د ځمکې لاندې د اوبو د کچې له څرګند کمېدو سره د اندېښنې وړ حالت ته اشاره کوي. دوی وايي، د لمر برېښنايي سیستمونو د زیات استعمال له امله د زراعتي اوبو بېرویه ایستل د دې ولایت د حیاتي اوبو سرچینې له جدي ګواښ سره مخ کوي.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې د اوبو بېحسابه او غیرضروري ایستل هغه زېرمو ته سخت زیان رسوي چې په زرګونو کلونو کې د ځمکې لاندې جوړې شوې دي، او بېرته جبرانول یې په لنډ وخت کې ناشوني دي. د دوی په باور، که اوسنی حالت دوام ومومي، ښايي یو شمېر اوسېدونکي اړ شي خپلې سیمې پرېږدي، چې دا کار به پراخې ټولنیزې او اقتصادي پایلې ولري.
له بلې خوا، یو شمېر بزګران استدلال کوي چې که د ژمي په فصل کې له برمو څخه اوبه ونه ایستل شي، د ځمکې لاندې د اوبو رګونه بندېږي او په دوبي کې به د اوبو له کمښت سره مخ شي. راز محمد، د غزني یو بزګر وایي، له همدې امله دوی اړ دي چې د کال په ټولو فصلونو کې د اوبو ایستلو بهیر ته دوام ورکړي تر څو د دوی کروندې وچې نه پاتې شي.
کارپوهان ټینګار کوي چې د بندونو او چکدمونو جوړول که څه هم د سېلاوونو اوبو د مهار او د ځمکې لاندې د اوبو د برخې تغذیې لپاره ګټور دي، خو دا نشي کولای د طبیعي سرچینو بشپړ بدیل شي او ټولې کروندې په کافي اندازه خړوبې کړي. دوی زیاتوي چې علمي مدیریت او د اوبو د ایستلو محدودول، یوازینی لاره ده چې د بحران له پراخېدو مخنیوی وکړي.
په همدې حال کې، کارپوهان له د طالبانو له ادارې او اړوندو بنسټونو غواړي چې د اوبو د سرچینو د مدیریت لپاره یوه څرګنده او عملي تګلاره طرحه او تطبیق کړي او پر هغو څاهګانو جدي څارنه وکړي چې د لمر برېښنا پر وسیله چلېږي. د دوی په باور، د طالبانو د ادارې د مؤثر مدیریت او منظمې څارنې نشتوالی په دې ولایت کې د اوبو د بحران د پراخېدو خطر زیات کړی دی.
مولوي شفیقالله منصور، د غزني د سیند فرعي حوزې رییس، وایي چې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی، خو دا هڅې کافي نه دي. هغه زیاته کړه، د یوې نوې طرحې له مخې به پر هره برمه د اوبو میترونه نصب شي تر څو د مصرف کچه په منظم ډول کنټرول شي.
همدارنګه، زکریا هوتک، د غزني د زراعت او مالدارۍ ریاست ویاند، له بزګرانو وغوښتل چې د اوبو په استعمال کې سپما وکړي. غزني د هېواد له مهمو زراعتي ولایتونو څخه شمېرل کېږي، چې شاوخوا اتیا سلنه اوسېدونکي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. دا برخه له دوامدارو اوبو سرچینو سره نیغ تړاو لري، او هر ډول بحران په دې برخه کې د زرګونو کورنیو ژوند اغېزمنوي.




