د پاکستان استازي د افغانستان په اړه له د ملګرو ملتونو له چارواکي سره خبرې کړې

د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق له وینا سره سم، هغه د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي مرستيال اندريکا راتواټې سره ليدنه او خبرې کړې دي. د صادق په وینا، د دې ليدنې اصلي محور د افغانستان بشري او امنيتي حالت ارزونه وه.
صادق د چهارشنبې په ورځ په ایکس ټولنیزې شبکې کې ولیکل چې دواړو لورو د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ د پراخېدو او يو شمېر سيمه ييزو موضوعاتو په اړه هم نظرونه تبادله کړي دي. د دې خبرو نور جزئيات نه دي خپاره شوي.
دا ليدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې افغانستان له ژور بشري بحران او امنيتي ننګونو سره مخ دی؛ هغه بحران چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته لا پسې زیات شوی او د افغان وګړو، په ځانګړې توګه د ښځو، پر حقونو او ازاديو د پراخو محدوديتونو له امله د نړېوالې ټولنې جدي اندېښنې راپارولې دي.
پاکستان، چې د افغانستان له نفوذ لرونکو ګاونډيو هېوادونو څخه دی، تل د پولو امنیت، دوه اړخیزې سوداګرۍ او د افغان کډوالو د وضعیت په اړه بحثونو کې مهم رول لري او په دې برخه کې د دیپلوماتيکو مشورو لړۍ روانه ده.




