سياستمهم خبرونه

د تاجکستان د سفیر او امیرخان متقي لیدنه د اقتصادي او پولي همکاریو په اړه

په کابل کې د تاجکستان سفیر سعدي شریفي له امیرخان متقي، د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر، سره لیدنه کړې او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په ځانګړې توګه په اقتصادي او پولي برخو کې خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې د کابل او دوشنبې تر منځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی. متقي د دواړو هېوادونو د پلاوو تګ راتګ ته په اشارې سره ویلي، افغانستان او تاجکستان د ګاونډیو هېوادونو په توګه ګډې کلتوري او ژبنۍ ځانګړتیاوې لري او د ګډ کار لپاره پراخ ظرفیتونه شته.

هغه زیاته کړې، چې د طالبانو اداره د تاجکستان له جمهوریت سره د اړیکو د لا پراخېدو غوښتونکې ده او باور لري، چې شته اړیکې کولی شي د متقابل باور فضا لا پياوړې کړي. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د واک ته د بېرته رسېدو له څو کلونو وروسته هم د افغانستان د سیمه‌ییزو اړیکو بڼه او کچه د ګاونډیو هېوادونو د څارنې او ارزونې لاندې ده.

بلې خوا ته، د تاجکستان سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو پرمختګونو او تېرې هوکړې په اړه معلومات ورکړي دي. نوموړي ټینګار کړی، چې هېواد یې د ګډې پولې په اوږدو کې مهم اقتصادي پروګرامونه او پروژې تعقیبوي او غواړي د موجودو واقعیتونو پر بنسټ له افغانستان سره اقتصادي همکارۍ دوام ومومي.

د لیدنې په پای کې دواړو لورو د ګډ اقتصادي کمیټې د غونډې د ترسره کولو، د پولي او امنیتي همکاریو د پیاوړتیا، او د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د راتلونکي کال د کاري پلانونو په اړه خبرې وکړې. افغانستان او تاجکستان له زرو کیلومترو ډېر ګډه پوله لري او د دغو سیمو پرمختګونه تل د دواړو هېوادونو په اړیکو اغېز لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button